ads

په پکتیکا کې ځيني پروژې بشپړې او یو شمېر نورې پیل شوې

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغوونې او پراختیا رییس انجنیر مومن افغان کلید ته وویل، د یوسف خېل ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو څلور شبکې نن ورځ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې. هغه څرګندوي، د همدې ولسوالۍ د خېربین په سیمه کې پر پنځو کارېزونو هم کار پیل شو، چې د هغه په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 کب 1398
په پکتیکا کې ځيني پروژې بشپړې او یو شمېر نورې پیل شوې

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغوونې او پراختیا رییس انجنیر مومن افغان کلید ته وویل، د یوسف خېل ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو څلور شبکې نن ورځ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
هغه څرګندوي، د همدې ولسوالۍ د خېربین په سیمه کې پر پنځو کارېزونو هم کار پیل شو، چې د هغه په قول له دې سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه او اوبه به ورته پیدا شي.
افغان وايي، په یادو ټولو پروژو نېږدې ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کلیو بیارغوونې او پراختیا وزارت له لوري ورکړل شوې دي.
د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، د یادو پروژو په پلې کېدو سره به ځايي خلکو ته د اسانتیاوو برابرېدو تر څنګ زیات شمېر بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
هغوی څرګندوي، چې پر کارېزونو باید کار وشي، د اوبو د ښه مدیریت لپاره اړونده ادارې لاس په کار شي، څو خلک پرته له ډېر لګښته له طبیعي اوبو څخه ځمکي خړوبې کړي.
پر همدغه مهال د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني له کلید سره په خبرو کې وویل، دولت ژمن دی چې په پکتیکا ولایت کې په لویو او وړو بندونو کار وکړي تر څو اوبه په ښه ډول مدیریت شي.
یاده دي وي، چې تر دې وړاندي هم څو ځله پکتیکا والو په دې ولایت کې د شته بندونو پر جوړولو ټینګار کړی او ویلي يي دي، که په دا ډول بنسټیزو پروژو کار وشي؛ د اوږدمهال لپاره به يي خلکو ته ګټه ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA