ads

امنیتي چارواکي: کونړ کې مو داعش ډلې ته ماتې ورکړه

د کونړ ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې پر وړاندې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو د پیلدو خبر ورکوي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، د دغه ولایت په هغو ولسوالیو کې چې داعش وسله واله ډله په کې فعالیت کوي، د افغان ځواکونو له لوري یي پر مرکزونو هوایي او ځمکني […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 کب 1398
امنیتي چارواکي: کونړ کې مو داعش ډلې ته ماتې ورکړه

د کونړ ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې پر وړاندې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو د پیلدو خبر ورکوي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، د دغه ولایت په هغو ولسوالیو کې چې داعش وسله واله ډله په کې فعالیت کوي، د افغان ځواکونو له لوري یي پر مرکزونو هوایي او ځمکني عملیات پیل شوي دي.
میرزکوال زیاتوي، چې په کونړ کې داعش ډلې ماتې خوړلې او د عملیاتو له پیلېدو وروسته په تېرو څو اوونیو کې د یو شمېر قومندانانو په ګډون شاوخوا ۲۴۶ داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شوي او دا لړۍ لا روانه ده.
په ورته مهال حکومت ته تسلیم شوي داعش وسله وال وایي، چې په دې ولایت کې د داعش ډلې فعالیتونه دپخوا په پرتله کم رنګه شوي دي.
تسلیم شوي وسله وال د سولې روانو خبرو ته خوښ دي او هیله مند دي چې د سولې روانې خبرې به په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
که څه هم داعش وسله والې ډلې تراوسه حکومت ته د خپلو ملګرو د تسلېمدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د کونړ امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې داعش ډله ځپلې او په یو شمېر سیمو کې یې د دوی پر مرکزونو بریدونه هم کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA