د امریکا د صنعت او امنیت ادارې له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د روسیې پر «اویلون ال ټي ډي او تکنو مار» په نوم شرکتونو بندیزونه لګولي دي.
بلخوا، د روسیې د ایلون شرکت ادارې پر دوی د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې ویلي، دغه بندیزونه پر دوی نه دي لګول شوي او یو بل شرکت پکې په نښه شوی دی.
د روسیې ایلون شرکت په دغه هېواد د وړو موټرو تر ټولو لوی شرکت بلل کېږي.
تر اوسه د روسیې حکومت په رسمي ډول د امریکا د یاد اقدام په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.


