په زابل کې تازه له هغو کورنيو سره د ژمنيو توکو مرستې ترسره شوې چې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو پرمهال ورته زيات اوښتی دی.
يادې مرستې د زابل ولایت پر لسګونه زيانمنو شوو کورنيو ووېشل شوې.
ددې مدني ټولنې مشر فیض محمد احمدزی وايي، دا مرستې یې په خپل شخصي لګښت برابرې کړې او هغو کورنيو ته يې ورکوي، چې د طبیعي پېښو له کبله یې زیان لیدلی وي.
د زابل یو شمېر ځوانان وایي، چې ددغه ولایت اوسېدونکي له اقتصادي پلوه کمزوري او غربت ځپلي او کورنیو او نړیوالو مرسته ته سخته اړتیا لري.
دغه ځوانان له نورو خيريه بنسټونو هم غوښتنه کوي، چې له اړمنو کسانو سره دې مرستې دود وګرځوي.
هغه کسان چې د اورښتونو له امله ورته زيات اوښتي، د مرستې په ترلاسه کولو خوشحاله دي او په وينايې چې له ځینو خیریه بنسټونو پرته یې نورو لاسنیوی نه دی کړی.
په زابل کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله زيات شمېر کورنۍ زيانمنې شوې، چې لاهم زياتو مرستو ته اړتيا لري.