د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د ډېرېدو له کبله بیړنی حالت اعلان کړ.
ټرمپ وویل، له کورونا ویروس څخه د امریکایانو د خونديتوب لپاره به ۵۰ بلیون ډالره بېلابېلو ایالتونو ته ورکړل شي.
ټرمپ همدارنګه د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دغه هېواد ته د ورتګ ۳۰ ورځینی بندیز اعلان کړی.
هغه پر اروپایي ټولنې هم نیوکه وکړه، چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره یې هڅې نه دي کړې.
د اروپايي کمېسیون ویاند بیا د ټرمپ دا پرېکړه یو اړخیزه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورونا ویروس له کبله تر اوسه ۵۴۳۶ تنه وژل شوي او په ۱۲۷ هېوادونو کې ۱۴۵ زره او ۸۱۰ تنه پرې اخته شوي دي.


