د هلمند زده کوونکي په دغه ولایت د درسي کتابونو له نشت څخه شکایت کوي او وایي، دې چارې یې پر زده کړو منفي اغېز کړی دی.
هلمند اوسمهال ټول ۴۳۵ ښوونځي لري، چې ۲۷۴ یې له مناسبو ودانیو بې برخې دي.
د دغو ښوونځیو زده کوونکي د کتابونو له نشت څخه هم شکایت کوي او وایي، دې چارې یې پر زده کړو او روحیې منفي اغېز کړی دی.
دوی وایي، که د پوهنې ریاست او وزارت په دې اړه جدي اقدام ونه کړي، ښوونیز کال به یې له کتابونو پرته پای ته ورسېږي.
بلخوا، د هلمند د پوهنې ریاست مسولین ژر تر ژره د دې ستونز د حل خبر ورکوي.
د دغه ولایت د پوهنې د ریاست د اسلامي تعلیماتو امر له کلید سره په خبرو کې وویل، چې د کتابونو نشت په ټول هلمند کې جدي ستونزه ده، خو هیله یې څرګنده کړه، چې ژر تر ژره به حل شي.
د یادولو وړ ده چې د کتابونو او ښوونځیو د نشت ستونزه نه یوازې په هلمند، بلکې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم شتون لري، چې حکومت یې تر اوسه په اړه جدي هڅې نه دي کړې.
که څه هم جمهور رییس محمد اشرف غني د دوو کلونو په موده کې د ۶ زره ښوونځیو جوړېدو ژمنه کړې وه، خو د کلید څېړنې ښيي چې لاهم دغه ژمنه نه ده پرځای شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ