په ارزګان کې سلګونه کسان ورځ ناوخته د ترينکوټ ښار واټونو ته راووتل او ژر تر ژره یې د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه وکړه.
دغو خلکو، چې د ترينکوټ ښار په واټونو کې د موټريز کاروان په واسطه يې د سولې شعارونو له ځان سره ليږدول، له افغان حکومت او وسله والو طالبانو څخه يې په جدي ډول غوښتنه وکړه؛ چې تاوتريخوالي دې کم او بین افغاني خبرې دې پیل کړي.
دوی د جمهور رییس محمد اشرف غنې له هغې پريکړي څخه هم هرکلي وکړ، چې د طالب بندیانو د ازادولو فرمان يې صادر کړ.
دغه خلک وايي، د هرچا په پرتله دوی زيات جګړو ځپلي، نو اړتیا ده چې ژر تر ژره په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.
د ارزګان خلکو د ولسمشر غنې د بريا ملاتړ هم وکړ اوله سیاستوالو يې وغوښتل چې د دغه د حکومت ملاتړ وکړي.