رویټرز خبري اژانس خبر ورکوي، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د فلیپین هېواد استازې کایرا ازوسنا تازه په کورنا ویروس اخته شوې او له دې سره په نیویارک کې هم د دې ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه.
دې د ملګرو ملتونو سازمان استازو ته په یو پیغام کې ویلي، چې ټول ځانونه قرنطین کړي، څو دغه ناروغي نورو ته خپره نه شي.
د یو بل خبر له مخې، د کاناډا د لومړي وزیر مېرمن هم په همدې ویروس تر اخته کېدو وروسته قرنطین شوې ده.
له دې سره پر یو وخت په سعودي عربستان کې هم د کورونا ویروس ۱۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي، چې یاد کسان په ریاض، مکه مکرمه، جده او ورته نورو ښارونو کې دي، چې اوسمهال یې درملنه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورونا ویروس له کبله تر اوسه ۴۹۷۳ تنه وژل شوي او په ۱۲۷ هېوادونو کې ۱۳۴ زره تنه پرې اخته شوي دي.


