ads

د عراق حکومت ۱۱۲ داعشي ماشومان اذربایجان ته وسپارل

د عراق د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دغه هېواد هغه ۱۱۲ داعشي ماشومان د اذربایجان حکومت ته تسلیم کړل، چې تر دې وړاندې له خپلو میندو سره یوځای د عراق په بندخونو کې وو. د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد الصحاف دا خبره کړې ده. ده زیاته کړې، چې دغه کار […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 کب 1398
د عراق حکومت ۱۱۲ داعشي ماشومان اذربایجان ته وسپارل

د عراق د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دغه هېواد هغه ۱۱۲ داعشي ماشومان د اذربایجان حکومت ته تسلیم کړل، چې تر دې وړاندې له خپلو میندو سره یوځای د عراق په بندخونو کې وو.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد الصحاف دا خبره کړې ده.
ده زیاته کړې، چې دغه کار د عراقي چارواکو د هڅو په چوکاټ کې ترسره شوی او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همغږۍ شتون درلود.
هغه همدارنګه په خپلو خبرو کې وویل، چې له دوی سره د داعش ډلې د کورنیو ۹۴۰ ماشومان شته، چې ۲۸۴ یې د اذربایجان اړوند کېږي.
عراقي حکومت درې کاله وړاندې هلته د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ، خو اوس هم دا ډله د عراق په ګڼو سیمو کې فعاله ده او وخت ناوخته پر دولتي او ملکي وګړو بریدونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA