د افغانستان روانو حالاتو ته په پام، په دې هېواد کې د ټولو هغو لوریو او بنسټونو چوپتیا چې کولای شي د هر هغه اقدام او کړنې مخه ونیسي چې کړکېچ ته لار پرانيزي، د پوښتنې وړ او ډېره اندېښمنوونکې ده، ځکه که دغه چوپتیا دوام ومومي، د هغو ستونزو سبب به شي چې بشپړ کړکېچ رامنځ ته کولای شي.
وروسته له هغه چې ډاکتر محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمسیون له خوا وثیقه ترلاسه او بیا یې د تحلیف مراسم ترسره کړل او ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو وروستۍ پایلې ونهمنلې او خپل ځان يې په خپله د افغانستان جمهور رییس وباله، دا دی د هرې ورځې په تېرېدو سره د ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ، رامنځ ته شویو او رامنځ ته کېدونکو اداري او لفظي شخړو او دريځونو ته په کتو، خلک خورا زیات اندېښمن ښکاري او په دې وېرېږي که چېرته د دوی ترمنځ کومه جوړجاړی رامنځ ته نهشي، ښايي هېواد د کړکېچ تر پولو لاړ شي، چې کنټرولول به يې بیا د هیچا په وس کې نهوي. نو له دې کبله خلک غواړي هغه اغېز ښندونکي هېوادونه او بنسټونه چې کولای شي تفاهم ته لار پرانيزي، باید ژر تر ژره لاس په کار شي او په پوره جدیت سره په دې برخه کې هڅې وکړي.
په لومړي قدم کې د خلکو دا غوښتنه د امریکا متحده ايالاتو ته متوجه ده چې په تېرو ۱۸کلونو کې يې په افغانستان کې له دې څېرو سره نږدې کار کړی او کولای شي تفاهم ته لار پرانيزي او د بېتفاوتۍ له دایرې راووځي. ډېری خلکو ته دا یوه پوښتنه ده چې تراوسه ولې امریکا چوپه خوله ناسته ده او نظاره کوي؟
ملګري ملتونه، نړیوال اسلامي کنفرانس او اروپايي ټولنه هم باید د خپلو اخلاقي مسوولیتونو له مخې د دې حالاتو پر وړاندې له چوپیتا لاس واخلي او پرې نږدي چې د دوی په شتون کې د افغانستان حالات ترینګلي شي.
تر نړیوالو هېوادونو او بنسټونو وروسته د خلکو سترګې لومړی د افغانستان ملي شورا او بیا په خپله ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله ته هم ور اوړي.
د افغانستان ملي شورا چې دا دی یوه اوونۍ کېږي له ژمنیو رخصتیو راګرځېدلې او ډېره انرژي هم لري، په دې اړه باید خپل دريځ څرګند کړي او د ولس استازي له ولس څخه د دفاع لهپاره پر يوه منطقي حللاره باندې کار وکړي او خپله رښتنې استازولي څرګنده کړي، تر څو هېواد له احتمالي کړکیچ څخه وژغورل شي.
له ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله څخه د خلکو توقع دا ده چې د حاکمیت د لا ټینګښت په پار، د حالاتو د خړپړتیا مخه په خپله ونیسي. ځکه د خلکو په باور دا هغه کار دی چې دواړه يې وړتیا لري او کولای يې شي. خو که بېتفاوتي وکړي، د دوی سختدريځي به د وطن او ولس لهپاره ګرانه تمامه شي.
د یوې کوټلې پايلې په توګه باید ووایو، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې په نتیجه کې چې د تفاهم له لارې یې په خپلو کې جګړه پای ته ورسوله، د اوسني وضعیت خبره هم په پای کې تفاهم او خپلمنځي جوړجاړي ته ورګرځي، له دې کبله د خلکو غوښتنه دا ده، مخکې له دې چې حالات نور هم خراب شي، ښکېل لوري دې همدا اوس پر تفاهم ټينګار وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ