ads

ننګرهار کې د کرونا وېروس د احتمالي راتګ په تړاو (۱۰۰) بستریز واټ پرانیستل شو

د ننګرهار روغتیایي چارواکي په دې ولایت کې د کرونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي په هدف د بشپړو روغتیایي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکوي. د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وایي، په ولایتي کچه یې د کرونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي په هدف یې پلان جوړ کړی، چې د […]

نویسنده: shams
22 کب 1398
ننګرهار کې د کرونا وېروس د احتمالي راتګ په تړاو (۱۰۰) بستریز واټ پرانیستل شو

د ننګرهار روغتیایي چارواکي په دې ولایت کې د کرونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي په هدف د بشپړو روغتیایي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وایي، په ولایتي کچه یې د کرونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي په هدف یې پلان جوړ کړی، چې د عامه پوهاوي برخه هم په کې شامله ده او هم یې په تورخم ښارګوټې کې د مسافرینو د راتګ پر مهال سکرین کول جریان لري.

په ورته مهال دعامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان وایي،  ننګرهار کې د کرونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي، خو له ایران او پاکستان څخه ددې ویروس را انتقال ته اندېښمن دی.

د عامې روغتیا وزرات د معالوماتو له مخې تراوسه په افغانستان کې دکرونا ویروس ۱۵۰ پېښې ثبت شوي چې له جملې ۷ مثبتې ثابت شوې چې دوه یې په سمنګان او پنځه یې په هرات ولایت کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA