ads

د فوټبال مشهور لوبغاړی روګاني پر کرونا اخته شوی

د یووننټوس د فوټبال ورزشي کلب خبر ورکړی چې د دوی یو لوبغاړی ډانیلي روګاني په کرونا وېروس اخته شوی او له ده سره پرون په تمریناتو کې د یوونټوس ټول لوبغاړي او کاري ډله په اړېکه کې وه. دوی اندېښنه لري، چې نور لوبغاړي یې پرې اخته نه شي په همدې اساس یې خپل […]

نویسنده: shams
22 کب 1398
د فوټبال مشهور لوبغاړی روګاني پر کرونا اخته شوی

د یووننټوس د فوټبال ورزشي کلب خبر ورکړی چې د دوی یو لوبغاړی ډانیلي روګاني په کرونا وېروس اخته شوی او له ده سره پرون په تمریناتو کې د یوونټوس ټول لوبغاړي او کاري ډله په اړېکه کې وه.

دوی اندېښنه لري، چې نور لوبغاړي یې پرې اخته نه شي په همدې اساس یې خپل ټول لوبغاړي قرنطین کړي دي.

د یوونټوس کلب تېره شپه ناوخته تائید کړه، چي ډانیلي روګاني په کرونا وایروس اخته شوی او ټیسټ یي هم مثبت وو. هغه منلي چې دی پر کرونا ناروغۍ اخته شوی، خو له مینه وال یې غوښتې چې اندېښنه دې ورته نه کوي.

ده پر خلکو غږ کړی چې کرونا ویروس څخه ځان وساتي او  ټولې روغتیایي لارښوونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رونالدو په همدې تړوا پرټګال کې قرنطین شوی خو د کرونا په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي

خو ویل کېږي چې نوموړی د احتیاط لپاره ایټالیا ته خپل سفر له منځه وړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA