ads

ننګرهار کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۳۸ کسان نیول شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د شاوخوا ۷ سوه کیلو ګرامو نشه یي توکو د قاچاق په تور د ۳۸ تنو د نیول کېدو خبر ورکوي. د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو یې په تېرو درېیو اوونیو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې […]

نویسنده: shams
21 کب 1398
ننګرهار کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور  ۳۸ کسان نیول شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د شاوخوا ۷ سوه کیلو ګرامو نشه یي توکو د قاچاق په تور د ۳۸ تنو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو یې په تېرو درېیو اوونیو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۷ ځانګړي عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې له ۳۹ تنو سره شاوخوا ۷ سوه کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې د یادو عملیاتو پر مهال یوولس عرادې موټرې هم نیول شوي دي.

خو خلک بیا شکایت کوي چې اوسمهال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نشه یي توکي په ښکاره ډول پلورل کیږي چې پولیس یې په نیولو پاتې راغلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA