افغانستان کرکټ ملي لوبډلې هندستان هېواد کې له خپلې سیالې لوبډلې ایرلینډ سره درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې، چې دوه یې افغان لوبډلې او وروستۍ لوبه د ایرلینډ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ سیالي ډېره په زړه پورې ترسره شوه، چې په سوپر اور کې ایرلینډ لوبډلې بریا خپله کړه.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دا سیالۍ د هندستان هېواد په ګرېتر نویډا لوبغالي کې ترسره شوې، چې افغانستان د دوو سیالیو په ګټلو سره ددې سیالیو جام وګاټه.
افغان لوبډله نن چهارشنبه مازیګر پنځه بجې هېواد ته راستنه شوه چې د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوه.
باید وویل شي، چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو په درجه بندۍ کې اووم او ایرلنډ لوبډله ۱۳مقام لري.
.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ