ads

امریکا کې د کرونا ویروس ۱۰۰۰ تنه نیولي

د امریکا رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی او له ۵۰ ایالاتونو څخه ۳۷ایالاتونو  ته خپور شوی. د دوی د راپورونو له مخې په امریکا کې اوس د کرونا ویروس باندې ۱۰۰۰تنه اخته شوي. امریکایي چارواکي وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي […]

نویسنده: shams
21 کب 1398
امریکا کې د کرونا ویروس ۱۰۰۰ تنه نیولي

د امریکا رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی او له ۵۰ ایالاتونو څخه ۳۷ایالاتونو  ته خپور شوی.

د دوی د راپورونو له مخې په امریکا کې اوس د کرونا ویروس باندې ۱۰۰۰تنه اخته شوي.

امریکایي چارواکي وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې ځینې ځایونه قرنطین کړي او هڅه کوي چې ددې ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

چین کې دا وېروس اول ځل خپور شو او تر اوسه پکې نېږدې ۸۱ زره کسان په دې وېروس اخته شوي چې له کبله یې ۳۱۳۶ کسان مړه شوي دي.

دا ویروس اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۱۵هېوادونو ته خپور شوی او په نړۍ کې پرې د اخته کسان شمېر کابو ۱۱۶زره او قربانیانو شېر یې بیا ۴۱۰۰تنه ښودل شوی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA