د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په سمنګان او هرات کې د کرونا ویروس دوه نوې پېښې ثبت شوي دي.
له دې پېښو وړاندې هرات کې څلور مثبتې پېښې ثبت وې خو له دې تازه پېښو سره افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمېر اوو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په خبره اوس په هرات کې پنځه مثبتې پیښې او په سمنگان کې دوه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د معلوماتو له مخې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مختلفو ولایتونو کې ۸۰۰ بستریز روغتونونه فعاله کړي، چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو د درمنلې لپاره ځانګړي شوي دي.
دا ویروس اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۱۵هېوادونو ته خپور شوی او په نړۍ کې پرې د اخته کسان شمېر کابو ۱۱۶زره خلکو ته رسي او قربانیانو شېر بیا ۴۱۰۰تنه ښودل شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ