د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د مېرمنو لپاره ځانګړی ورزشي لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د بدنې روزنې عمومي ریاست چارواکو ویلي، دا لوبغالی د څه باندې درې میلیونه افغانیو په مالي لګښت د هندوستان هېواد په مالي مرسته جوړ شوي دی.
د پروان ولایت د ورزش برخې چارواکي زیاتوي، مېرمنې تر دې وروسته کولی شي، په دغه لوبغالي کې خپل ورزشي فعالیتونه په ارامه چاپېریال کې ترسره کړي.
ورزش د روغتیا ضامن بلل کېږي، خو هېوادوال نیوکه کوي، چې لاهم په ډېری ولایتونو کې حکومت د دوی لپاره مناسب ورزشي لوبغالي نه دي جوړ کړي.