د ننګرهار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د زرګونه کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو د نیول کېدو ترڅنګ د داعش او طالب وسله والو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۸ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د ملي امنیت ریاست نن نیول شوي کسان د یو خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د ملي امنیت د موظفینو له لوري په یو ټيلر موټر کې بار شاوخوا لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، چې له پاکستان څخه لومړی ننګرهار او بیا کابل ته انتقالیدل، ونیول شول.
هغه زیاته کړه، د نیول شوو چاودېدونکو توکو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي، چې د لوګر ولایت اوسېدونکي دي.
میاخیل وویل، د دې ترڅنګ یې د داعش او طالب وسله والو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور یو شمېر نور کسان هم نیولي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ