ads

د دوو کلونو په موده کې د ۶ زره ښوونځیو جوړېدو ژمنه نه ده پرځای شوې

جمهور رییس غني د ۱۳۹۷ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به ۶ زره ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. خو اوس چې د جمهور رییس له دغه ژمنې دوه کاله تېرېږي، د کلو د پراختیا او بیا رغونې وزارت وایي، یوازې ۱۷۱ ښوونځي بشپړ […]

فضل هادي حمیدي
20 کب 1398
د دوو کلونو په موده کې د ۶ زره ښوونځیو جوړېدو ژمنه نه ده پرځای شوې

جمهور رییس غني د ۱۳۹۷ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به ۶ زره ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خو اوس چې د جمهور رییس له دغه ژمنې دوه کاله تېرېږي، د کلو د پراختیا او بیا رغونې وزارت وایي، یوازې ۱۷۱ ښوونځي بشپړ شوي او ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه ۸ سوه ښوونځي بشپړ او د پوهنې وزارت ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
خو د مالیې وزارت وایي، د راتلونکي ښوونیز کال تر پیل وړاندې به ۶ سوه ښوونځي د پوهنې وزارت ته وسپارل شي.
د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت وایي، د پوهنې وزارت له خوا ورته په لېږل شوي لېست کې د خیالي ښوونځیو شتون، د دوی د چارو د ټکني کېدو لامل شو.
خو د پوهنې وزارت بیا په هېواد کې د خیالي ښوونځیو شتون په بشپړه توګه ردوي او په لېست کې یوازې تخنیکي تېروتنې مني.
د مالیې وزارت وایي، د ۲۷۰۰ ښوونځیو لپاره نړیوال بانک تر اوسه ۱۹۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې، خو د کلو او پراختیا وزارت بیا دغه ژمنه ۱۷۵ میلیون ډالره یادوي.
د ۶ زره ښوونځیو لپاره د بودجې پیدا کول:
جمهور رییس محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې دغه کال د پوهنې د کال په نامه و نوماوه او ټولو ادارو ته یې دنده وسپارله چې په هره برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.
جمهور ریيس غني په ورته وخت کې له ولس سره ژمنه وکړه، چې په دوه کلونو کې به ۶ زره ښوونځي جوړوي او زیاته یې کړه، چې د دغو ښوونځیو لپاره یې دوه سوه میلیونه ډالر هم ځانګړي کړي دي: «په راتلونکو دوو کلونو کې به ۶ زره ښوونځي جوړ شي. لږ مخکې مې چې د جوزجان او ننګرهار ولایتونو له خلکو سره خبرې وکړې، د دواړو ولایتونو اوسېدونکو د ښوونځیو له کموالي شکایت کاوه، ۶ زره کمبود ښوونځي پوره کوو، د کلو د پراختیا او بیارغونې وزیر کریمي صاحب ته په دې اړه لارښوونه شوې او دوه سوه میلیونه ډالر هم ورته ځانګړي شوي دي.
په ورته وخت کې د ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه شوې، چې سل ښوونځي، چې ډېری به یې لېسې وي، د تیارو جوړو شوو دیوالونو او چتونو څخه جوړ کړي. د دې مانا دا ده، چې د ښونځیو دېوالونه به په کابل کې په یوه دولتي فابریکه کې تولیدېږي او تر تولید وروسته به اړوندې سیمې ته لېږدول کېږي. دا کار موږ د ناامنو سیمو لپاره کوو او سږ کال به زموږ زیاته پاملرنه ناامنه سیمو ته وي».
په ورته وخت کې د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند فریدون آژند وایي، د جمهور رییس له ژمنې وروسته دوی هڅې پیل کړې، چې بودجه ورته پیدا کړي، چې د هڅو په پایله کې نړیوال بانک د یادو ښوونځیو د تمویل لپاره مرستې ته چمتو شو.
آژند وایي، د یادو ښوونځیو ودانیزې چارې په دوو پړاوونو کې په مخ وړل کېږي، چې په لومړي پړاو کې ۲۶۴۷ ښوونځيو چارې په ۱۳۹۸ ل کال کې پیل کړې. د دغو ښوونځیو لګښت، چې ۱۷۵ میلیون دالره کېږي، نړیوال بانک ورکوي: «د ۱۳۹۸ کال په لومړیو کې د ۶ زره ښوونځیو د جوړولو د لګښت لومړی قسط د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت ته ورسېد. له تفاهم سره سم په لومړي پړاو کې باید ۲۶۴۷ ښوونځي د کلو د پراختیا وزارت له خوا جوړ شوي وی، چې لګښت یې ۱۷۵ میلیونه ډالره کېږي. موږ کار پیل کړ او دغه ښوونځي چې په ۱۷ ولایتونو کې جوړېږي چارې یې پیل شوې او پاتې نور یې په راتلونکي ۱۳۹۹ کال او یا هر وخت چې موږ ته پیسې راکړل شي. ځکه اوس نړیوال بانک یوازې د ۲۶۴۷ ښوونځیو د تمویل خبره کړې، چې ۱۷۵ میلیونه ډالر کېږي)).
د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند فریدون آژند وایي، دوی چمتو دي چې د ښوونځیو د جوړولو چارې ګړندۍ کړي، خو په وینا یې، نړیوال بانک تر اوسه د خپلې ژمنې له ۳۳ سلنې کمې پیسې ورکړې دي.
آژند زیاتوي، دوی تراوسه د لومړي پړاو، یعنې له ۲۶۴۷ ښوونځیو له نیمایي د ډېرو پروپوزلونه جوړ کړي او نړیوال بانک ته یې لېږلي؛ خو په خبره یې، نړیوال بانک وایي، ترهغه چې ۸ سوه ښوونځي د پوهنې وزارت ته تسلیم نه شي، دوی ته به نورې پیسې ورنه کړي: «ټولې پیسې چې باید د ۲۶۴۷ ښوونځیو لپاره ورکړل شي، شاوخوا ۱۳ میلیارده او درې سوه میلیونه دي، خو موږ تر اوسه د لس میلیارده او ۸۷۲ میلیونه په ارزښت پروپوزلونه جوړ کړي، یعنې ښوونځي مو تثبیت، سروې، ډیزاین او براورد کړي او نړیوال بانک ته مو لېږلي؛ چې موږ د دغو ښوونځیو جوړولو ته چمتو یو. د ده په خبره، نړیوال بانک تر اوسه ۴ میلیارده او ۳۵۸ میلیونه موږ ته لېږلې، یعنې ۶ میلیارده نورې لانه دي رسېدلې؛ نو زموږ د چارو د وروسته پاتې کېدو لامل همدا و. کنه موږ ۳۶ زره پراختیایي شوراګانې لرو، چې په یوه کال کې ۳۶ زره ښوونځي جوړولای شو».
په داسې حال کې چې د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت د نړیوال بانک له خوا د مرستې اندازه چې ژمنه یې کړې ۱۷۵ میلیونه ډالر بولي خو د مالیې وزارت بیا وایي، چې نړیوال بانک ورسره د ۱۹۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، د جمهور ريیس له ژمنې وروسته یې له نړیوال بانک سره خبرې وکړې، چې په پایله کې نړیوال بانک د ښوونځیو د جوړولو په برخه کې مرستې ته چمتو شو او دغه راز یې پنځوس میلیونه ډالر د ۶ سوه ښوونځیو لپاره پور هم واخیست؛ چې دغه پور اوس د ملي شورا له خوا هم تصویب شوی دی: «کله چې جمهوررییس ژمنه وکړه، موږ له نړیوال بانک سره خبرې وکړې او هغوی حاضر شول چې د ښوونځیو لپاره راسره مرسته وکړي او ټولټال یې د ۱۹۰ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده. د دې ترڅنګ مو د ۶ سوو ښوونځیو لپاره د سعودي عربستان له پراختیایي صندوق څخه پنځوس میلیونه ډالره پور هم واخیست، چې دغه پور اوس ملي شورا هم تصویب کړی او یوازې د جمهوررییس توشیح پاتې ده».
د مالیې وزارت ویاند په ورته وخت کې وایي، د نړیوالو مرستې یو لړ شرطونه هم لري. هغه زیاته کړه، نړیوال بانک وایي، باید ۶ سوه ښوونځي جوړ شي او پوهنې وزارت ته وسپارل شي او دوی یې هم ارزونه کوي. کله یې چې ډاډ ترلاسه کړ، نو بیا نوره مرسته کوي: «نړیوال بانک وایي، لومړی باید ۶ سوه ښوونځي جوړ شي او موږ یې کیفیت وګورو او د هغه ارزونه وکړو او کله چې ډاډه شي، نو بیا نوره مرسته کوي. فعلا موږ د ښوونځیو لپاره څه باندې ۲سوه میلیونه ډالر لرو، چې ۲۷۰۰ ښوونځې پرې جوړ کړو، ترڅو چې موږه دغه ۲۷۰۰ ښوونځي جوړوو، د پاتې ۳۳۰۰ نورو لپاره هم بودجه پیدا کولای شو، خو اوس چې د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت دغه ښوونځي جوړوي او ټاکل شوې چې د ښوونیز کال له پیل وړاندې ۶ سوه ښوونځي د پوهنې وزارت ته وسپاري او نړیوال بانک د هغوی د ستونزو، نیمګړتیاو او ښېګڼو ارزونه وکړي، نو بیا نورې پیسسې راکوي».
په داسې حال کې چې د مالیې وزارت د نړیوال بانک د پاتې مرستو د ترلاسه کولو لپاره شرط د ۶ سوو ښوونځیو بشپړېدل او پوهنې وزارت ته سپارل بولي خو د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت بیا د نړیوال بانک د پاتې مرستو د ترلاسه کولو لپاره شرط د ۸ سوو ښوونځیو بشپړېدل او پوهنې وزارت ته سپارل یادوي.
د کلود پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند فریدون اژند څرګندوي، تر اوسه ۱۷۱ ښوونځي بشپړ شوي او ټاکل شوې چې د نوي ښوونیز کال له پیل وړاندې ۸ سوه ښوونځي د پوهنې وزارت ته وسپاري: «تر اوسه ۱۷۱ ښوونځي بشپړ شوي. په غزني کې یو، په کابل کې ۷، پکتیکا کې ۱۶، وردګو کې ۷، په خوست کې ۶، په لوګر کې ۶، په ننګرهار کې ۲، په نورستان کې کار نه دی پیل شوی، په کندز کې ۱۰، په بلخ کې ۳۶، فاریاب کې ۱۱، هلمند کې ۲، کندهار کې ۱۲، زابل کې ۵، بادغیس کې ۳۰ او هرات کې ۲۱ ښوونځي تکمیل شوي. شاوخوا دوه سوه نور ښوونځيو چارې ۹۰ سلنه مخته تللې او اټکل مو دا دی چې د راتلونکي ښوونیز کال له پیل وړاندې به شاوخوا ۸ سوه ښوونځي د پوهنې وزارت ته وسپارو».
په دې اړه مو غوښتل چې د نړیوال بانک نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره د هغوی د نظر په اخیستلو ونه توانېدو.
د مالیې وزارت ویاند په ورته وخت کې ډاډ ورکوي، چې په هر ډول وي، دغه ۶ زره ښوونځي جوړوي.
شمروزخان مسجدي وایي، که نړیوال بانک او یا بل کوم مرسته کوونکی مرسته وکړي، نو دا خو به ښه خبره وي، خو که څوک مرسته هم ونه کړي؛ له ملي بودیجې څخه به یې په څو کلونو کې جوړ کړي: «موږ سل فیصده ډاډه یو چې دا ښوونځي به جوړ وو. که نړیوال بانک اویا بل څوک راسره مرسته وکړي، خو لاښه ده او که یې ونه کړي، هم نو موږ ژمن یو چې د جمهوررییس دغه حکم له ملي بودجې څخه عملي کړو.
خو هڅه مو داده، چې نړیوال مرسته کوونکي پیدا کړو او له پوهنې سره مرستې ته ډېر هېوادونه او بنسټونه چمتو دی؛ خو اوس مو تمرکز پردې دی، چې دغه ۲۷۰۰ ښوونځي تکمیل کړو. ځکه دا هم غټه لاسته راوړنه ده، چې ۲۷۰۰ ښوونځي تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او له بشپړېدو وروسته به د پاتې ښوونځیو د بودجې په لټه کې شو».
د ۶ زره ښوونځیو د چارو ټکنی پرمختګ:
په داسې حال کې چې جمهور رییس د ۶ زره ښوونځیو د جوړولو موده دوه کاله یاده کړې وه، خو د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت وایي، د دوی لپاره دوه کاله هغه وخت پیلېږي چې د ښوونځیو د جوړولو لپاره یې بودجه ترلاسه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند فریدون اژند وایي، جمهور رییس غني د ۱۳۹۷ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د دغو ښوونځیو د جوړېدو دوه یاد شوي کلونه نه دي مشخص کړي: «جمهور رییس د ۱۳۹۷ کال په لومړیو کې د ۶ زره ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه، خو هغه په خپله هېڅ وینا کې د دغو جوړېدونکو ښوونځیو نېټه مشخصه نه کړه. زموږ لپاره د دوو کلونو پیل د ۱۳۹۸ کال له وري میاشتې پیلېږي، نه د ۱۳۹۷ د وري له لومړۍ نېټې. موږ د ۶ زره ښوونځیو د جوړولو لپاره لومړی قسط پیسې د ۱۳۹۸ ل کال په لومړیو کې ترلاسه کړې».
خو د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، که دغه ۱۹۰ میلیونه ډالره بودجه افغان دولت له ملي عوایدو ورکړې وی، نو ډېرې نورې پروژې به درېدلې وې؛ خو اوس په یو کال ځنډ سره ۱۹۰ میلیونه ډالر وړیا ترلاسه شول.
مسجدي وایي، ځنډ د بودجې د نشت له کبله نه، بلکې له دې کبله و، چې د دغو ۶ زرو ښوونځیو د جوړولو لپاره نړیوال همکاران پیدا کړو: «جمهور رییس ژمنه وکړه چې ۶ زره ښوونځي په دوو کلونو کې جوړوي، نو که موږ دغه ۱۹۰ میلیونه ډالر له ملي عوایدو ورکړي وی؛ نو نورې پروژې ځنډېدې. یو کال ځنډ ارزښت لري، ځکه په ۱۹۰ میلیونه ډالر بودجه موږ نورې پروژې پلي کولای شو. ځنډ د بودجې له کبله نه، بلکې له دې کبله و، چې موږ نړیوال همکاران پیدا کړو او اوس نو موږ پیسې لرو. کله چې دغه ۶ سوه ښوونځي بشپړ شي او نړیوال بانک یې و ارزوي، بیا به موږ ته نورې پيسې راکړي او د لومړي پړاو ۲۷۰۰ ښوونځي به بشپړ کړو)).
بلخوا، د پوهنې وزارت وایي، د افغانستان شرایطو ته په کتو په وخت باید ډېر ټینګار ونه شي.
د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، کېدای شي چې د مالي او یا هم امنیتي ستونزو له کبله ځینې چارې په وخت ترسره نه شي: «زما په نظر، وخت به ډېر مهم نه وي چې په یو کال کې ۱۹۴۶ ښوونځي باید جوړ شي. د هېواد وضعیت او شرایط باید په پام کې ونیول شي. کېدای شي چې امنیتي، تخنیکي، مالي او یا ځینې نورې ستونزې د چارو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي. هغه هم د افغانستان په څېر په یوه هېواد کې چې لاهم جګړه پکې روانه ده».
دا چې د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت ولې د لومړي پړاو څه باندې ۲۶۰۰ ښوونځي په یو ځل د پوهنې وزارت ته نه سپاري؛ د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند فریدون اژند یې په اړه وایي؛ چې نړیوال بانک دوی ته ټولې ژمنه شوې پیسې په یو ځل نه ورکوي او دغه مرسته د قسط په ډول ورکوي.
آژند زیاتوي، دوی د څه باندې دوه زره ښوونځیو پروپوزلونه نړیوال بانک ته سپارلي، خو نړیوال بانک دوی ته تر اوسه د څه باندې ۱۵۰۰ ښوونځیو لپاره پیسې ورکړې دي: «دا چې موږ ولې ۲۶۴۷ ښوونځي په یوځل پوهنې وزارت ته نه سپارو، دلیل یې دادی چې نړیوال بانک موږ ته په یوځل پیسې نه دي راکړې او د قسط په ډول یې راکوي، موږ ورته د ۲ زره او ۴۴ ښوونځیو پروپوزلونه سپارلي؛ خو هغوی تراوسه موږ ته د ۱۵۲۸ ښوونځیو پیسې راکړې دي. موږ باید ۸ سوه ښوونځي بشپړ کړو، ترڅو نړیوال بانک نورې پیسې راکړي او له دې څخه مو تر اوسه ۱۷۱ ښوونځي بشپړ کړي دي او د پاتې نورو یې چارې روانې دي».
د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند د کلید د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړیوال بانک ولې په یو ځل دغه پیسې نه ورکوي، آیا د فساد په اړه یې اندېښنه لري؟ وایي، کېدای شي چې نړیوال بانک د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت په وړتیا باندې چې دغه ۶ زره ښوونځي جوړولای شي او کنه شک لري.
نوموړی وایي، که لړۍ همداسې روانه وي، نو دغه ۶ زره ښوونځي په دوو کلونو کې نه شي جوړېدی: «البته زما په نظر چې دا سل فیصده حکم نه دی. کېدای شي نړیوال بانک د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت په وړتیا شک ولري، چې دغه ښوونځي جوړولای شي او کنه، که موږ د کب په میاشت کې ۸ سوه ښوونځي تحویل کړو؛ نو بیا به نورې پیسې راکوي. دغه کار زموږ چارې ټکنۍ کړې او که پروسه همداسې روانه وي، نو ۶ زره ښوونځي په دوو کلونو کې نه شي بشپړېدای. بیا هم که د ۱۳۹۹ کال په لومړیو کې موږ ته د پاتې ښوونځیو ټوله بودیجه راکړل شي، نو د کال په اخر کې موږ ورته ټول ښوونځي سپارلی شو».
غوښتل مو چې د نړیوال بانک له خوا په افغانستان کې د ۶ زرو ښوونځیو سره د مرستې د اندازې، له دغو ښوونځیو څخه د دوی د څارنې، په یو ځل د ټولو ژمنه شویو پیسو د نه ورکړې او د راتلونکي قسط د ورکړې د وخت او داسې نورو مواردو په اړه د نړیوال بانک نظر هم واخلو خو له اوږده انتظار او د دغه بانک د اړوندو مسوولینو له څو ځله ژمنو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د دوی نظر ترلاسه کړو.
خیالي ښوونځي:
د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت وایي، په هغه لېست کې چې د پوهنې وزارت له خوا دوی ته ورکړل شوی و، یوشمېر خیالي ښوونځي هم وو.
د دغه وزارت ویاند فریدون اژند وایي، د پوهنې وزارت په لېست کې د خیالي ښوونځیو شتون د دوی چارې ټکنۍ کړې، خو نوموړی په دې اړه نور جزیات نه ورکوي.
هغه وایي: «د ۱۳۹۷ کال له اواسطو د ۱۳۹۸ کال تر اواسطو موږ د خیالي ښوونځیو له ستونزو سره مخ وو، لېست و، خو سیمې ته به چې ولاړو، هلته به نه په هغه نامه ښوونځی و، نه به استاد و او نه هم زده کوونکي. په دې اړه کره شمېر او لېست زه نه لرم، خو یو شمېر داسې ښوونځي وو، چې زموږ چارې هم له ستونزو سره مخ کړې. یعنې کومې سیمې ته به چې زموږ انجنیران ولاړل او هلته به د پوهنې وزارت په لېست کې ښوونځی و، خو په سیمه کې به په هغه نامه نه ښوونځی و او نه به هم ځمکه وه، چې بیا به موږ د ځمکې پیدا کېدو پورې په تمه وو».
خود پوهنې وزارت بیا په لېستونو کې د خیالي ښوونځیو شتون ردوي او وایي، هېڅکله خیالي ښوونځي او خیالي ښوونکي نشته.
د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، په لېست کې به تخنیکي ستونزې وې، خو که څوک کار نه شي کولای، نو خیالي ښوونځي باید بهانه نه کړي: «موږ هم د ښوونځیو سروې وکړه، ښوونځي مو جي پي اېس کړل او لیست مو د کلو د پراختیا او بیارغونې وزارت ته وسپاره، کیدای شي په لیست کې تخنیکي ستونزې وي او د ښوونځیو آدرس غلط شوی وي خو خیالي ښوونځي زه له سره ردوم او دا د دې دلیل هم نه شي کیدای چې موږ کار ونه شو کولای او ووایو چې خیالي ښوونځي وو».
دا چې په تېرو شاوخوا دوه لسیزو کې د نړیوالو مرستو سره بیا هم د ښوونځیو ودانۍ نه شته، د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، دغه مرستې د پوهنې وزارت اړوند په نورو چارو لګول کېدې او د ښوونځیو شمېر هم له شاوخوا درې نیم زرو څخه ۱۷ نیم زرو ته لوړ شوی دی: «په تېرو ۱۸ کلونو کې د ښوونځیو شمېر له شاوخوا ۳۴۰۰ څخه ۱۷۵۰۰ ته لوړ شوی او د نړیوالو مرستې یوازې د ودانیزو چارو لپاره نه وې، بلکې په نورو برخو کې هم وې. لکه ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرول، د ښوونځیو سمبالښت، د ښوونکو معاشونه او داسې نورو چارو کې لګول شوې دي».
خو دا چې د ښوونځیو ودانیو ته ولې ډېر پام نه دی شوی، د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت یې درې لاملونه یادوي.
هغه وایي، د ځمکو او بودجې نشت او جګړه د دې لامل شوي، چې یو شمېر ښوونځي ودانۍ ونه لري.
خو اوس د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وایي، دوی د دغو ۶ زره ښوونځیو لپاره د ځمکو په تثبیت کار کوي.
د یاد وزارت ویاند حشمت الله ناصري وایي، دوی ته یوازې د ښوونځیو د ودانیو لپاره د دولتي ځمکو د تثبیت دنده سپارل شوې وه؛ چې دا چاره په یو شمېر ولایتونو کې پیل شوې او په پاتې نورو کې به هم پیل شي: «موږ ته د ځمکو د تثبیت دنده سپارل شوې وه او دا لړۍ په یو شمېر ولایتونو کې پیل شوې ده. لکه په ننګرهار کې ۱۳۵ سیمې تثبیت شوې او په نورو ولایتونو کې هم دا چاره روانه ده؛ خو د کلو د پراختیا او یا پوهنې وزارت له خوا موږ ته بله موضوع نه ده راجع شوې. موږ یوازې دولتي ځمکې تثبیتوو او دوی ته یې په واک کې ورکوو».
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولین وایي، دوی په روان کال کې د دغه ۶ زرو ښوونځیو ترڅنګ سل نور ښوونځي د مخکې جوړو شوو دېوالونو څخه هم په ټول هېواد کې جوړ کړي دي.
د دغه وزارت ویاند حشمت الله ناصري وایي، دا له مخکې جوړشوي دېوالونه په کابل کې د کورجوړولو د فابریکې له خوا تولیدېږي؛ خو اوس دوی هڅه کوي چې هم د دغې فابریکې وړتیا چې اوس په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۰ مترمربع دېوالونه تولیدوي لوړه کړي او هم یې کیفیت ته جدي پام کېږي.
ناصري وایي، له مخکې جوړ شوو دېوالونو څخه ښوونځي جوړول له اقتصادي پلوه ګټور دي، خو لرې سیمو ته یې لېږدول یو لړ ستونزې لري: «د مخکې جوړشوو دېوالونو څخه د ښوونځیو جوړول هم د وخت له پلوه او هم د لګښت له پلوه اقتصادي تمامېږي. له یادو دېوالونو څخه موږ کولای شو، په یوه میاشت کې یو ښوونځی جوړ کړو او هغه ښوونځي چې په پاخه ډول د نورو توکو جوړېږي؛ د هغه د یوه په لګښت موږ له مخکې جوړو شوو دېوالونو څخه دوه ښوونځي جوړولای شو؛ چې د طبعي پېښو پر وړاندې مقاوم هم دي».
په داسې حال کې چې د ښوونځیو د ودانیو نه شتون یا په ازاده فضا او خیمو کې درس ویل د زده کوونکو او ښوونکو په روحیه، تدریس او درس زده کولو ډېره اغیزه لري، د پوهنې وزارت وایي، په ټول هېواد کې ۱۷۵۰۰ دولتي ښوونځي لري؛ چې ۴۶ فیصده یې چې ۷۹۹۹ ښوونځي کېږي، ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په خېمو او یا هم تر شنه اسمان لاندې په آزاده فضا کې درس وایي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA