د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به نن ماسپښین یوه بجه له ایرلنډۍ لوبډلې سره د کرکټ د پیل شوو شل اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې مخ شي.
سرچینه زیاتوي، چې دا لوبه به نن تر غرمې وروسته یوه بجه د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره شي.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې افغان لوبډلې له خپلې سیالې لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ګټلې ده.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ ۱۷شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې، چې ۱۴ افغان لوبډلې او درې یې ایرلنډۍ لوبډلې ګټلې دي.
باید وویل شي، چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو په درجه بندۍ کې اووم ځای او ایرلنډ لوبډله بیا ۱۳مقام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ