ads

د عراق په شمال کې ۲۵ داعش ترهګر ووژل شول

د عراق له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونه د یاد هېواد په شمال کې د داعش ډلې د ۲۵ غړو د وژل کېدو او د هغوی د نهو تونلونو ویجاړېدو خبر ورکوي. د عراق حکومتي رسنیو د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی ځواکونه به د داعش ډلې پر وړاندې خپلو پیل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 کب 1398
د عراق په شمال کې ۲۵ داعش ترهګر ووژل شول

د عراق له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونه د یاد هېواد په شمال کې د داعش ډلې د ۲۵ غړو د وژل کېدو او د هغوی د نهو تونلونو ویجاړېدو خبر ورکوي.
د عراق حکومتي رسنیو د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی ځواکونه به د داعش ډلې پر وړاندې خپلو پیل شوو عملیاتو ته دوام ورکړي.
په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ځواکونو دغه عملیات په یاد هېواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو په همغږۍ ترسره کړي دي.
که څه هم درې کاله وړاندې عراقي سرتیرو هلته د شته بهرنیو ځواکونو په مرسته داعش ډله ماته کړه، خو اوس یو ځل بیا دې ډلې په یاد هېواد کې سر راپورته کړی او وخت نا وخته پر عراقي سرتیرو او عامو خلکو بریدونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA