ads

کندوزۍ مېرمنې له ښکېلو لورو سوله او اوربند غواړي

د کندز ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پرون په دغه ولایت کې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال د یاد ولایت مېرمنو د جګړې له ښکېلو لورو د اوربند او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه. د سرچینې په خبره، په دې ناسته کې د کندوز […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 کب 1398
کندوزۍ مېرمنې له ښکېلو لورو سوله او اوربند غواړي

د کندز ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پرون په دغه ولایت کې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال د یاد ولایت مېرمنو د جګړې له ښکېلو لورو د اوربند او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه.
د سرچینې په خبره، په دې ناسته کې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي، د کندوز ملي امنیت رییس، د ادارو مسوولینو، د ښځو حقونو فعالانو او خبریالانو ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه ولایت د ښځینه حقونو فعالانو د وینا پرمهال د نظام پياوړتیا ترڅنګ د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړونو په خوندیتوب ټينګار وکړ.
دغو مېرمنو د هېواد په سیاستوالو غږ وکړ، چې له اوسنیو ننداریو څخه تېرشي، د نظام پياوړتیا او د هېواد د ثبات لپاره دې یو بل ته لاسونه ورکړي.
یادې مېرمنې پر داسې مهال د تلپاتې سولې غوښتنه کوي، چې ټاکل شوې ډېر ژر د حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې پیل شي، چې حکومت او طالبانو دواړو دغو مذکراتو ته چمتوالی ښودلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA