ads

چین هېواد به په یوه میاشت کې د کورونا ضد واکسین مارکېټ ته وړاندې کړي

د چین روغتیایي چارواکو خبر ورکړی، چې دوی به د یوې میاشتې په موده کې پر دې وتوانېږي، چې د کورونا ضد واکسین مارکېټ ته وړاندې کړي. چین، چې د کورونا ویروس له کبله یې ډېر مالي او ځاني زیان لیدلی، اوس یې د دغه ویروس ضد واکسین جوړ کړی او ډېر ژر به یې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 کب 1398
چین هېواد به په یوه میاشت کې د کورونا ضد واکسین مارکېټ ته وړاندې کړي

د چین روغتیایي چارواکو خبر ورکړی، چې دوی به د یوې میاشتې په موده کې پر دې وتوانېږي، چې د کورونا ضد واکسین مارکېټ ته وړاندې کړي.
چین، چې د کورونا ویروس له کبله یې ډېر مالي او ځاني زیان لیدلی، اوس یې د دغه ویروس ضد واکسین جوړ کړی او ډېر ژر به یې مارکېټ ته وړاندې کړي.
دوی وایي، دا واکسین به روغتونونو ته ورکړل شي، ترڅو په دې سره د کورونا ویروس مخنیوی وشي او د ناروغانو د درملنې لامل شي.
بلخوا، د چین د روغتیا کمېسیون تازه خبر ورکوي، چې هلته ۴۵ نور کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او ۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کورونا ویروس چې لومړی په چین کې راڅرګند شو، د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې یې زرګونه کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA