راپورونه وایي، تر ایران وروسته کورونا ویروس په ایټالیا کې هم په پراخه کچه خپور شوی او تر دامهاله یې د یاد هېواد ۷۰۰۰ زره وګړي نیولي دي.
په تازه جزیاتو کې ویل شوي، هلته ۱۳۳ نورو کسانو د دې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایټالیا امنیتي چارواکو تېره ورځ خبر ورکړ، چې دوی به د خپل هېواد ۱۶ میلیونه وګړي د پېښ شوي ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین کړي.
کورونا د چین په ګډون په لسګونه نورو هېوادونو کې زرګونه کسان وژلي او تر سل زره ډېر کسان پرې ککړ شوي دي.


