ads

په ننګرهار کې د غره ښویدنې په پېښه کې دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ګج مار غوندۍ په سیمه کې د غر ښوېدنې په پېښه یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی. د ده په خبره، وژل شوی کس خپلې کورنۍ ته سپارل شوی […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 کب 1398
په ننګرهار کې د غره ښویدنې په پېښه کې دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ګج مار غوندۍ په سیمه کې د غر ښوېدنې په پېښه یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی.
د ده په خبره، وژل شوی کس خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او ژوبل کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
ځایي اوسیدونکي وایي، د ګج مار غوندۍ سیمه شګلنه ده، چې کله ناکله پکې د زیاتو ورښتونو له امله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA