ads

د اسلامي نظام ملاتړ ګوند: د سولې په پار دې ښکېل اړخونه نرمښت وښيي

په افغانستان کې د اسلامي نظام د ملاتړ ګوند نن په خوست ولایت کې د يوې لويې راټولېدنې پرمهال له وسله والو طالبانو او همداشان افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې راوستو په پار دې په شرطونو کې نرمښت راولي. په خوست ولایت کې د دغه ګوند مشرمولوي امين الله امين خپلو پلویانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 کب 1398
د اسلامي نظام ملاتړ ګوند: د سولې په پار دې ښکېل اړخونه نرمښت وښيي

په افغانستان کې د اسلامي نظام د ملاتړ ګوند نن په خوست ولایت کې د يوې لويې راټولېدنې پرمهال له وسله والو طالبانو او همداشان افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې راوستو په پار دې په شرطونو کې نرمښت راولي.
په خوست ولایت کې د دغه ګوند مشرمولوي امين الله امين خپلو پلویانو ت وويل، حالاتو ته په کتو پکار ده، چې د شته نظام ملاتړ وشي.
هغه وويل، په هېواد دننه او بهر ځينې کړۍ هڅه کوي، چې د سولې په روانه پروسه کې امتیاز ترلاسه کړي او په همدې خاطر د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د راټولېدنې یو بل ګډونوال امیرمحمد یون وويل، روانې جګړې بې شمېره ځوانان واخیستل، میندیدې بوری، مېرمنې یې کونډې او ماشومان یې بې سرپرسته کړل.
د یون په خبره، نن ورځ د ښار په هره کوڅه او هر چوک کې مېرمنو او ماشومانو د سوال لمنې غوړولي وي، چې دا د تېرې ۱۹ کلنې بدبختې جګړې ثمره ده.
د غونډې يوې بلې ګډونوالې زهره وويل، افغان مېرمنې ترهرڅه سولې ته لومړيتوب ورکوي، ځکه په خبره يې په روانه جګړه کې تر ډېره تاوان مېرمنو لیدلی.
هغې د جګړې د ښکېلو خواوو له مسولينو وغوښتل، چې په سوله کې د امتیاز پرځای دې، سوله مسولیت وګڼي او د هیواد راتلونکی دې په نظر کې ونيسي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته ټاکل شوې، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیل شي، خو د دواړو اړخونو له لوري د بندیانو د خلاصون او تبادلې پر سر جنجالونه پخپل ځای پاتې دي.
شنونکي پدې باور دي، که د بنديانو د خلاصون موضوع همداسې ګونګه پاتې شي، ښيي د خپل منځي خبرو د خنډ او ځنډ لامل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA