ads

د افغان ښځینه ژورنالېستانو د ملاتړ مرکز د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

د مارچ اتمه یا د ښځې نړیواله ورځ هرکال په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې اوسمهال یو شمېر ښځې په دې نه پوهیږي، چې دا ورځ څه معنا او ولې نمانځل کیږي. جمیله هغه مېرمن ده، چې کله مو له هغې څخه د مارچ د اتمې په اړه وپوښتل، په حیرانۍ سره یې وکتل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 کب 1398
د افغان ښځینه ژورنالېستانو د ملاتړ مرکز د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

د مارچ اتمه یا د ښځې نړیواله ورځ هرکال په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې اوسمهال یو شمېر ښځې په دې نه پوهیږي، چې دا ورځ څه معنا او ولې نمانځل کیږي.
جمیله هغه مېرمن ده، چې کله مو له هغې څخه د مارچ د اتمې په اړه وپوښتل، په حیرانۍ سره یې وکتل او ویې ویل، دا ورځ د څه لپاره ده؟!
هغه وایي، د ۸ اولادونو مور ده، خو تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي اورېدلي او نه یې هم له دغې ورځې نمانځنه کړې ده.
په همدې حال کې یو شمېر نورې ښځې وایي، تل د ښځې نړیواله ورځ په نمایشي توګه نمانځل شوې او تراوسه ښځو ته خپل اساسي حقونه نه دي ورکړل شوي.
بلخوا، د نورو بنسټونو ترڅنګ له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټ هم دغه ورځ ونمانځله او ترڅنګ یې خپلې یوې تازه څیړنې پایلې هم له خلکوسره شریکې کړې.
په افغانستان کې له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ د مرکز مشرې فریدې نېکزاد د یکشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، اوسمهال ۱۱۴۰ ښځینه خبریالانې د افغانستان په رسنیو کې په کار بوختې دي؛ چې دا په رسنیو کې د ښځو د حضور لوړه کچه ښيي.
هغې همدارنګه زیاته کړه، د پرمختګونو او د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو د راکمېدو ترڅنګ، له ښځینه خبریالانو څخه د کافي مالي ملاتړ نه شت، لاهم د دوی پر وړاندې یوه ننګونه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ښځې د خپل برخلیک او د سولې په پروسه کې د دوی د ونډې په اړه اندېښمنې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA