ads

ایټالیا به خپل ۱۶میلیونه وګړي د کورونا ویروس له کبله قرنطین کړي

ایټالیا په پلان کې لري، چې د کورونا ویروس له کبله د خپل هېواد ۱۶ میلیونه وګړي قرنطین کړي. د دغه هېواد رسنۍ وایي، یاد کسان به په لومباردي او ۱۱ نورو سیمو کې قرنطین شي. له چین او ایران وروسته ایټالیا هغه هېواد دی، چې د کورونا ویروس له کبله یې ډېر زیان لیدلی […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 کب 1398
ایټالیا به خپل ۱۶میلیونه وګړي د کورونا ویروس له کبله قرنطین کړي

ایټالیا په پلان کې لري، چې د کورونا ویروس له کبله د خپل هېواد ۱۶ میلیونه وګړي قرنطین کړي.
د دغه هېواد رسنۍ وایي، یاد کسان به په لومباردي او ۱۱ نورو سیمو کې قرنطین شي.
له چین او ایران وروسته ایټالیا هغه هېواد دی، چې د کورونا ویروس له کبله یې ډېر زیان لیدلی او اوسمهال یاده ناروغي هلته مخ په ډېرېدو ده.
راپورونه وایي، تر دا مهاله د کورونا وېروس له کبله ۲۳۰ ایټالیایي وګړي وژل شوي او ۵ زره او ۸۸۳ نور پرې اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلومات له مخې، د کورونا ویروس له پیله تر اوسه د ۳۳۰۰ کسانو ژوند اخیستی او ۹۸۰۰۰ نور پرې ککړ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA