ads

په ارزګان کې ۹۲ برمته کسان د طالبانو له منګولو وژغورل شول

د ارزګان امنیتي چارواکې وايي، دغه کسان تېره ورځ ناوخته ماښام مهال تر ۶ ساعته عملیاتو او مخامخ جکړې وروسته خوشي شوي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد عظم هاشمي وايي، خوشي شوي کسان د جمعي په ورځ وسله والوطالبانو د ترینکوټ ښار اړوند د باخود د غره له لمني څخه برمته کړي وو. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 کب 1398
په ارزګان کې ۹۲ برمته کسان د طالبانو له منګولو وژغورل شول

د ارزګان امنیتي چارواکې وايي، دغه کسان تېره ورځ ناوخته ماښام مهال تر ۶ ساعته عملیاتو او مخامخ جکړې وروسته خوشي شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد عظم هاشمي وايي، خوشي شوي کسان د جمعي په ورځ وسله والوطالبانو د ترینکوټ ښار اړوند د باخود د غره له لمني څخه برمته کړي وو.
دی وايي، یاد کسان دې سیمې ته د میلي لپاره تللي وو، چې لومړی وسله والو پر دوی برید وکړ او وروسته برمته کړل.
قوماندان وايي، د یاد برید پرمهال یو ملکي کس وژل شوي اویو بل ټپي دي.
بلخوا هغه کسان چې افغان پوځيان د وسله والوطالبانو له منلګو خلاص کړي، ډېر خوشحال دي.
دوي وايي، وسله والو طالبانو د خوراک لپاره څه نه ورکول او فرض لمانځه ته یې هم نه پرېښودل.
دوی پر وسله والوطالبانو غږ وکړ، چې د سپر په توګه دې د ملکي وګړو له کارولو ډډه وکړي.
وسله والوطالبانو تراوسه پدي اړه څه ندي ویلي.

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA