د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وایي، اټکل شته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان واک ته ورسېږي.
ده تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، امکان نه لري، چې داسې پېښه وشي، خو اټکل یې شته دی.
دی زیاتوي، چې امریکایي ځواکونه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې مېشت دي او په خبره یې د نورو ۲۰ کلونو لپاره په دغه هېواد کې نه شي پاتې کېدای.
ټرمپ وویل، دی ډاډه نه دی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان ځواکونه دا وړتیا ولري، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
ټرمپ پر داسې مهال دا خبره کوي، چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې په راتلونکو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ شي.