په چين كې د ۳۲ نورو كسانو په مړينې سره په دغه هېواد كې د كورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۳۰۴۵ تنو ته ورسېد.
د راپورونو پر بنسټ، هلته په دې ويروس د اخته كسانو شمېر شاوخوا ۸۰۷۱۰ ته لوړ شوى دى.
د چين ملي روغتيايي كمېسيون وايي، په دې هېواد كې د كورونا ويروس ۱۴۲ نوې پېښې ثبت شوي، چې ډېرى يې په هوبي ولايت كې دي.
اوس مهال د چين، افغانستان، ايران، پاكستان، جنوبي كوريا، جاپان، ايټاليا، فرانسې او امريكا په ګډون د نړۍ په شاوخوا ۶۰ هېوادونو كې ياد ويروس موجود دى.
د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا، دمګړۍ د نړۍ په كچه په كورونا ويروس څه باندې ۸۵۰۰۰ كسان ككړ دي.