د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې هرکلی کوي او ټینګار یې دا دی، چې د ترهګرو د بېرته راتګ د مخنیوي لپاره دې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
دا خبرې د دوشنبې ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند چاو لیجیان کړې دي.
د هغه په خبره، افغان حکومت دا وړتیا لري، چې د سولې اوسنۍ پروسه په ښه ډول رهبري کړي.
ده زیاته کړه، بیجینګ لېوالتیا لري، چې په افغانستان کې د سولې د اوسني بهیر په اسانولو، ملاتړ او منځګړیتوب کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د دوی او طالبانو تر منځ د شوي تړون له مخې، له افغانستانه د سلګونه بهرنیو ځواکونو د وتلو خبر ورکړی.