ads

په خوست کې موټرسایکل بم چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې دا چاودنه پرون څلور بجې او ۲۰ دقیقې د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند په خواجه رحیم کلي د فوټبال په یو میدان کې رامنځته شوې ده. د هغه په خبره، په پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور تپيان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 کب 1398
په خوست کې موټرسایکل بم چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
په خوست کې موټرسایکل بم چاودنه

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې دا چاودنه پرون څلور بجې او ۲۰ دقیقې د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند په خواجه رحیم کلي د فوټبال په یو میدان کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور تپيان دي.
بلخوا، د خوست د ملکي روغتون یو تن ډاکټر میرویس هاشمي هم له کلید سره په خبروکې وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۳ جسدونه او ۱۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
دا د وسله والو طالبانو او امریکا تر هوکړې وروسته په هېواد کې لومړنۍ چاودنه ده، چې ګڼو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA