ads

ټاکل شوې نن زلمی خلیلزاد کابل ته راشي

ارګ ته نېږدې سرچینې وایې، په پام کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راورسېږي. د سرچینې په خبره، زلمی خلیلزاد به په کابل کې له جمهور رییس غني، اجراییه رییس ډاکترعبدالله عبدالله او نورو سیاستوالو سره د راتلونکو بین الاافغاني خبرو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 کب 1398
ټاکل شوې نن زلمی خلیلزاد کابل ته راشي
خلیلزاد

ارګ ته نېږدې سرچینې وایې، په پام کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راورسېږي.
د سرچینې په خبره، زلمی خلیلزاد به په کابل کې له جمهور رییس غني، اجراییه رییس ډاکترعبدالله عبدالله او نورو سیاستوالو سره د راتلونکو بین الاافغاني خبرو لپاره د پلاوي پر جوړښت او دې غونډې ته پر چمتوالي وغږېږي.
خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته راځي، چې ټاکل شوې د کب میاشتې په شلمه نېټه د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې له مخې بین الافغاني خبرې پيل شي.
افغان حکومت له وړاندې دغو خبرو ته د چمتوالي او د پلاوي ټاکل کېدو خبر ورکړی، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې، چې په جوړ شوي پلاوي کې به څوک شامل وي.
جمهور رییس غني هم ویلي، چې د پلاوي واک به محدود وي او د حکومت تر رهبرۍ لاندې به له طالبانو سره خبرې پيلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA