په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو ویاند سوني لېګېټ د دوی د عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له قوله رسنیو ته په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا، افغان حکومت او طالبانو تر منځ د باور د رامنځته کېدو لپاره اورکم یو مهم ګام دی او وسله وال طالبان باید دغه ټکی په پام کې ونیسي.
نوموړي پر دې هم ټینګار کړی، چې امریکا په خپلو ژمنو کې جدي ده او تمه یې ښودلې چې طالبان هم پر خپلو ژمنو ودرېږي.
سکاټ مېلر پر داسې مهال پر طالبانو د اورکم لړۍ د غځېدو غږ کوي، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ له افغان ځواکونو سره د اورکم لړۍ د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل، چې تر دې وروسته پر افغان ځواکونو د دوی بریدونه پیل شول؛ خو د واشنګټن او دوی تر منځ د شوي تړون له مخې به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کېږي.
افغان حکومت بیا د طالبانو د یادو څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې جمهور رییس غني په یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته د دې لړۍ د غځېدو خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د جګړې د ښکېل لورو تر منځ د اورکم بهیر د روانې کب میاشتې له دویمې نېټې څخه پیل او تر نهمې نېټې یې دوام وکړ.