ads

ترکیه د پنا غوښتونکو په لاسنیوي کې اروپايي ټولنه په ناغیړۍ تورنوي

د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان پر اورپایي ټولنې د نیوکې تر څنګ ژمنه کوي، چې دغه هېواد د پنا غوښتونکو د لاسنیوي او هغوی ته د پنا ورکولو په برخه کې ۴۰ میلیارده ډالر په پام کې نیولي دي. نوموړي تېره ورځ د بلغارستان له لومړي وزیر بوریس بوریسوف سره یوې ګډې خبري […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 کب 1398
ترکیه د پنا غوښتونکو په لاسنیوي کې اروپايي ټولنه په ناغیړۍ تورنوي

د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان پر اورپایي ټولنې د نیوکې تر څنګ ژمنه کوي، چې دغه هېواد د پنا غوښتونکو د لاسنیوي او هغوی ته د پنا ورکولو په برخه کې ۴۰ میلیارده ډالر په پام کې نیولي دي.
نوموړي تېره ورځ د بلغارستان له لومړي وزیر بوریس بوریسوف سره یوې ګډې خبري غونډې ته دا خبره وکړه.
د هغه په خبره، اروپايي ټولنې د پنا غوښتونو د لاسنیوي لپاره پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
اردوغان زیاتوي، چې نړۍ او په ځانګړي ډول اورپا د ۴ میلیونه پنا غوښتونو د کوربتوب په تړاو د ترکیې حالت له پام غورځولی دی.
د ترکیې جمهور رییس وایي، د یونان په سواحلو کې له پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره ګمارل شوي سرتیري د دې پر ځای چې پنا غوښتونکي وژغوري، هغوی وژني او د ګډوالۍ نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې اروپايي ټولنې ژمنه وکړه، چې ترکیې ته به یو میلیارد یورو ورکوي، څو په دغه هېواد کې د پنا غوښتونکو چارې پرې سمبال کړي، خو د ترکیې په خبره، اروپايي ټولنې دغه ژمنې نه دي پر ځای کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA