ads

افغان کرکټ ملي لوبډلې له ار پي سېنګ کرکټ لوبډلې څخه تمرینې لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ د کرکټ له ملي لوبډلې سره تر درېیو شل اوریزو لوبو وړاندې د هندستان هېواد له ارپي سېنګ کرکټ لوبډلې سره تمریني لوبه ترسره کړه. د دې تمرینې لوبې هدف له ایرلینډ هېواد سره د راتلونکو درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره چمتوالی ښودل شوی دی. افغان لوبډلې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 کب 1398
افغان کرکټ ملي لوبډلې له ار پي سېنګ کرکټ لوبډلې څخه تمرینې لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ د کرکټ له ملي لوبډلې سره تر درېیو شل اوریزو لوبو وړاندې د هندستان هېواد له ارپي سېنګ کرکټ لوبډلې سره تمریني لوبه ترسره کړه.
د دې تمرینې لوبې هدف له ایرلینډ هېواد سره د راتلونکو درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره چمتوالی ښودل شوی دی.
افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د شلو اورونو په لوبولو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۶منډو هدف وټاکه، چې په ځواب کې ارپي سېنګ لوبډله د دغه هدف په پوره کېدو ونه توانېده.
د یادې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۹۴منډو وسوځېدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۰۲منډو په توپیر ماتې ومنله.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې راشد خان ۳۸، محمد نبي ۳۶، لوبډلمشر اصغر افغان ۲۸، سمیع الله شینواري او رحمان الله ګربز۲۵ـ۲۵منډې وکړې.
همدارنګه، د توپ اچونې په برخه کې کریم جنت ۴، محمدنبي عیسی خېل او ګلبدین نایب ۲-۲ او قیس احمد یوه ویکټ ترلاسه کړه.
ټاکل شوې چې راتلونکې جمعه افغانستان او ایرلېند خپلو کې لومړۍ شل اوریزه سیالي ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA