جمهور رییس محمد اشرف غني نن د یو دولتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت له امنیتي مسولینو، قومي مشرانو او مدني فعالانو سره وکتل.
ده د ننګرهار له ولسونو سره په غونډه کې د دغه ولایت اوسېدنکو ته د تاوتریخوالي د کموالي مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، افغانان هغه سوله غواړي، چې جرګه مار پرې راټول شي.
دی زیاتوي، که طالبان سولې ته شرطونه لري، حکومت هم له دوی کم نه دی.
د هغه په خبره، طالبان باید له پاکستان سره اړیکې پرې کړي او له شرط پرته له افغانانو سره خبرو ته کېني.
جمهور رییس غني همدارنګه د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د سولې په پروسه کې به هېڅ ډول معامله نه کېږي او ننګرهار به ډېر ژر په یو پرمختللي ولایت بدل شي.