ads

په خوست کې له ۱۶۰۰ کسانو د سولې په نوم د کانکور ازموینه واخیستل شوه

فکري ټولنیز بنسټ له خوا د ازمایښتي کانکور په دې ازموینه کې، چې ۱۶۰۰ کسانو برخه اخيستي وه، ۱۵۰ مېرمنې هم پکې شاملې وې. د دغه بنسټ مشر سليمان بشرمل وويل، یاد کانکور دوه هدفونه لري، چې يوه یې د نوو دوولسم فارغه زده کوونکو له کانکور سره بلدتیا او بله هغه یې نوو ځوانانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 کب 1398
په خوست کې له ۱۶۰۰ کسانو د سولې په نوم د کانکور ازموینه واخیستل شوه

فکري ټولنیز بنسټ له خوا د ازمایښتي کانکور په دې ازموینه کې، چې ۱۶۰۰ کسانو برخه اخيستي وه، ۱۵۰ مېرمنې هم پکې شاملې وې.
د دغه بنسټ مشر سليمان بشرمل وويل، یاد کانکور دوه هدفونه لري، چې يوه یې د نوو دوولسم فارغه زده کوونکو له کانکور سره بلدتیا او بله هغه یې نوو ځوانانو ته د سولې پیغام رسول دي.
په ورته مهال د ازمايښتي کانکور دوه تنه ګډونوال کريم الله او رحمن الله هم خوښي ښکاره کوي او وايي چې پدې سره به دوی راتلونکي کانکور ازموينې ته پوره تیار شي او له اړونده برخو سره به بلديت پيداکړي.
د خوست پوهنې رییس نصیراحمد روښان د فکري ټولنیز بنسټ دا ګام ستايي او په دې ولايت کې له شته نورو بنسټونو غواړي چې د زده کوونکو او نوو فارغانو لپاره دې ته ورته پروګرامونه برابر کړي، چې له يوې خوا به د زده کوونکو په روزنه کې مهم رول ولري او له بلې خوا به یادو بنسټونو په علمي برخه کې خپله ونډه اخيستي وي.
د پوهنې برخې ماهرین دا ګامونه مثبت ګڼي او وايي چې ډېری وخت زده کوونکي د کانکور پرمهال د پوهنځي په انتخاب او یا دې ورته نورو برخو کې د نه پوهوي له کبله غلطېږي؛ چې دا کار يې په راتلونکي تعليمي برخه منفي اغېز لري‌.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA