په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريدونو کې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ياد ولايت د ملي امنيت رياست له ۰۲ قطعې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بې پيلوټه الوتكې د يكشنبې په ورځ د كونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې د ملايانو تنګي او د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د شماش په سيمو کې پر داعش وسله والو هوايي بريدونه وكړل.
د سرچينې په خبره، د دغو هوايي بريدونو په ترڅ كې د داعش د زندان د مسوول غني او سيمه ييز قوماندان قاري ظاهر په ګډون شپږ وسله وال ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې، د كونړ په څوکۍ ولسوالۍ کۍ د داعش ډلې د امر بالمعروف او نهى عن المنکر مسوول له يو ميل کلاشينکوف او دوه تنه نور داعش جنګيالي له دوه ميله وسلو سره افغان ځواکونو ته تسليم شوي دي.
داعش ډلې لا په دې اړه تبصره نه ده كړې.