ads

د پکتیکا او پکتیا تر منځ پر غځېدلې لویه لار پوستې جوړېږي

د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین له کلید سره په خبرو کې وویل، د پکتیا او پکتیکا لار د مخالفینو لپاره د اکمالاتو مهم مرکز ګڼل کېږي. هغه څرګندوي، له دې لارې هغوی ډېری وخت پر امنیتي سرتیرو بریدونه کوي، مامورین او دولت پلوي خلک ښکته کوي او په پکتیکا سربېره، غزني او پکتیا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 کب 1398
د پکتیکا او پکتیا تر منځ پر غځېدلې لویه لار پوستې جوړېږي

د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین له کلید سره په خبرو کې وویل، د پکتیا او پکتیکا لار د مخالفینو لپاره د اکمالاتو مهم مرکز ګڼل کېږي.
هغه څرګندوي، له دې لارې هغوی ډېری وخت پر امنیتي سرتیرو بریدونه کوي، مامورین او دولت پلوي خلک ښکته کوي او په پکتیکا سربېره، غزني او پکتیا ته له همدې لارې تګ راتګ کوي.
ارین وویل، په دې لار به دوه لوی بېسونه جوړ شي او تر څنګ به يې ځيني پوستې هم ځای پر ځای شي ، تر څو په بشپړ ډول امن شي.
پر همدې مهال د مټاخان ولسوال دولت خان ځدراڼ وايي، د بېسونو او امنیتي پوستو په جوړېدو سره به خلک په ډاډه زړه پر دې لاره تګ راتګ وکړي.
هغه څرګندوي، له دې لارې پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته ډېر ګواښ متوجه دی، چې د پوستو په جوړېدو سره به د دواړو ولایتونو پر امنیتي وضعیت اغېزه ولري.
د پکتیکا ولایتي شورا غړي عبدالمبین فقیرزاده کلید ته وویل، دا لار له تېرو څو کلونو راهیسي نا امنه ده، چې خلک پرې ډاډه تګ راتګ نشي کولای.
نوموړی د پکتیا له چارواکو هم غوښتنه کوي، چې د خپل مسولیت لاندې سیمه دې امن کړي او د مخالفینو د تحرکاتو مخه دې ونیسي.
یاده دې وي، چې پکتیکا ته له غزني او پکتیا ولایتونو غځېدلې دواړې لويې لارې تر ډېره د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندي دي، چې دولتي او امنیتي کسان پرې هېڅ ډول تګ راتګ نشي کولای.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA