د كورنيو چارو وزارت د هغه كس د نيولو خبر وركوي، چې نن سهار يې د تخار په مركز تالقان ښار كې په ډزو درېيو زرګرانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ياد وزارت په وينا، په دغه وسله وال بريد كې يو زرګر وژل شوى او دوه تنه نور ژوبل دي.
سرچينه وايي، تر پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او ډېر ژر يې د پېښې عامل ونيوه.
که څه هم د کورنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې د جنايي پېښو د مخنيوي په برخه كې د خپلې مبارزې ستاينه کوي، خو اوس هم د کابل په ګډون په ځينو ولايتو كې خلك د جنايي پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښمن دي.