ads

په ارزګان کې د کالدارو پر راکړه ورکړه لسګونه کسان جريمه شوي

شاخوا يوه مياشت کېږي، چې د ترينکوټ ښاروالۍ له لوري د کالدارو پر راکړې ورکړې بنديز لګول شوی او له خلکو په افغانیو د راکړې ورکړې غوښتنه شوې. په تازه اقدام کې د ترينکوټ ښاروال انجنر نعمت الله بختيار وايې، تردامهاله يې تر لسو زيات هغه هټوال نغدي جريمه کړي او ترڅنګ يې تر ۱۵ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 کب 1398
په ارزګان کې د کالدارو پر راکړه ورکړه لسګونه کسان جريمه شوي

شاخوا يوه مياشت کېږي، چې د ترينکوټ ښاروالۍ له لوري د کالدارو پر راکړې ورکړې بنديز لګول شوی او له خلکو په افغانیو د راکړې ورکړې غوښتنه شوې.
په تازه اقدام کې د ترينکوټ ښاروال انجنر نعمت الله بختيار وايې، تردامهاله يې تر لسو زيات هغه هټوال نغدي جريمه کړي او ترڅنګ يې تر ۱۵ ورځو پورې هټۍ ورتړلې، چې په کالدارو يې راکړه ورکړه کوله.
هغه زياته وي، که څوک د افغانيو پر ځاي پر نورو اسعارو راکړه ورکړه وکړي، له ۲۵۰۰ افغانيو څخه بیا تر ۵۰۰۰ افغاني پورې به جريمه کېږي او تر ۱۵ ورځو به يې دوکان تړل کېږي.
نوموړی يو ځل بیا پر هټوالو ږغ وکړ، چې د پېر او پلور پرمهال دې د بهرنیو اسعارو له کارولو ډډه وشي.
په ورته مهال، د انصار مدني ټولنې مشر فقير محمد ستوري او د يادې ټولني نور غړي که څه هم د ترينکوټ ښاروالۍ له ياد اقدام څخه هرکلي کوي؛ خو غوښتنه کوي چې د افغانيو د مروجولو لپاره دې په تدريجي ډول اقدامات ترسره شي.
دوی زياتوي، که له هټوالو سره دغه ډول چلند ترسره شي، ممکن د ترينکوټ له ښار څخه زيات شمېر هټوال ګډه وکړي.
خو د ترينکوټ ښاروال بیا وايي، هغه کسان چې دامهال جريمه شوي، لومړی ورته لاښوونه شوې او تر سرغړونې وروسته یې جریمه کړي دي.
دا په داسي حال کې ده، چې د ارزګان ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د افغانيو د مروجولو لپاره ولايتي چارواکو هڅې ترسره کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA