د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، ډېر ژر به د طالبانو له مشرانو سره وګوري، خو ويې نه ويل، چې دا ليدنه به چېرته او څه وخت وشي.
هغه په سپينې ماڼۍ کې له خبريالانو سره په خبرو کې له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك د متحدو ايالتونو لپاره ستره بريا وبلله او زياته يې کړه، چې طالبان او نورې خواوې له جګړې ستړې شوې دي.
ټرمپ هيله وښوده، چې طالبان به په هوكړه ليك كې پر خپلو ژمنو ودرېږي او په وينا يې، هغوى به ترهګر او بد خلک وژني او جګړه به روانه ساتي.
د امريكا جمهور رئيس دا ونه ويل، چې طالبان به د ترهګرو خلاف جګړه د افغانستان له حکومت سره په ګډه كه خپلواکه توګه کوي، خو طالب او داعش وسله والو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جګړې کړي او د يو بل وسله وال يې وژلي دي.
د ټرمپ په خبره، د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې مذاكراتو له ټول بهير نه خبر و.
د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك تېره ورځ ناوخته د قطر په پايتخت دوحه كې هلته د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ لاسليك شو.