ads

مکرون او اردوغان په سوریه کې د اوربند په تړاو ټلیفوني خبرې وکړې

د فرانسې جمهور رییس ایمانویل مکرون له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې غوښتنه وکړه، چې په سوریه کې خپل بریدونه ودروي او له ښکېلو لورو سره پر یو تلپاتې اوربند سلا شي. د دواړو لورو په ټلیفوني خبرو کې د کډوالۍ پر موضوع هم خبرې وشوې او مکرون له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 کب 1398
مکرون او اردوغان په سوریه کې د اوربند په تړاو ټلیفوني خبرې وکړې

د فرانسې جمهور رییس ایمانویل مکرون له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې غوښتنه وکړه، چې په سوریه کې خپل بریدونه ودروي او له ښکېلو لورو سره پر یو تلپاتې اوربند سلا شي.
د دواړو لورو په ټلیفوني خبرو کې د کډوالۍ پر موضوع هم خبرې وشوې او مکرون له ترکیې غوښتنه کړې، چې له فرانسې سره د همکارۍ پر اساس د کډوالۍ په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
اردوغان بیا خپل فرانسوي سیال ته د سوریې په ادلیب سیمه کې د وروستیو بدلونونو په تړاو معلومات ورکړل.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په سوریه کې د سولې چینې په نوم د کرد وسله والو پر وړاندې عملیات پیل کړل، چې د ګڼو هېوادونو له جدي غبرګون سره مخ شول.
امریکا د ترکیې د دغه اقدام په غبرګون کې د یاد هېواد پر ځینو وزیرانو او وزارتونو بندیزونه ولګول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA