ads

په ننګرهار كې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

په ننګرهار كې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د “افغانۍ زموږ ملي هويت دى” تر سرليك لاندې د كركټ ۱۲ اوريزې سيالۍ پاى ته ورسېدې. دا سيالۍ د ګوشتې ولسوالۍ د اړخي كلي په لوبغالي كې د خيبر پښتونخوا او ننګرهار د كركټ لوبډلو ترمنځ وشوې. په پايلوبه كې د وطن دوست لوبډلې د چمن لوبډلې […]

نویسنده: hewadpal
10 کب 1398
په ننګرهار كې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

په ننګرهار كې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د “افغانۍ زموږ ملي هويت دى” تر سرليك لاندې د كركټ ۱۲ اوريزې سيالۍ پاى ته ورسېدې.
دا سيالۍ د ګوشتې ولسوالۍ د اړخي كلي په لوبغالي كې د خيبر پښتونخوا او ننګرهار د كركټ لوبډلو ترمنځ وشوې.
په پايلوبه كې د وطن دوست لوبډلې د چمن لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله كړه او موټر سايکل يې د انعام په توګه ترلاسه كړ.
د پايلوبې نندارې ته ګڼ شمېر امنيتي سرتېري هم ورغلي وو، چې د لوبغاړو او خلكو له لوري وستايل شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA