د بغلان پوليسو د نشه يي توكو د قاچاق په تړاو درې تنه نيولي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، دا كسان تېره شپه، كله چې يې غوښتل ۱۴ كيلو ګرامه چرس قاچاق كړي، د يادې قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې د مديريت ځواكونو له لوري په شمرق كمربند كې ونيول شول.
دى وايي، دا نشه يي توكي په ماهرانه توګه په يوه كرولا ډوله موټر كې ځاى پر ځاى شوي وو او قاچاق وړونكو غوښتل له كندوزه يې كابل ته يې ولېږدوي.
د بشارت په وينا، دغه قضيه تر څېړنو لاندې ده.