د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، د تاوتريخوالي كمولو په اونۍ كې د وسله والو طالبانو له خوا په رامنځته شوي تاوتريخوالي كې ۵۶ ملكي وګړو او ۴۵ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد كمېسيون د راپور له مخې، په دې اونۍ كې د تېرې اونۍ په پرتله ملكي مرګ ژوبله ۲۸ فيصده كمه شوې ده.
د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون مطبوعاتي مسوول ذبيح الله فرهنګ د شنبې په ورځ كليد ته وويل، د تاوتريخوالي كمولو اونۍ په مهال د امنيتي پېښو له كبله ۱۴ ملكي وګړي او ۲۲ امنيتي سرتېري وژل شوي، ۴۲ ملكيان او ۲۳ افغان سرتېري ټپيان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك د لاسليك لپاره يو اساسي شرط دا و، چې د تاوتريخوالي كمولو اونۍ، چې د شنبې په شپه پاى ته ورسېده، بريالۍ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ