ads

په پاكستان كې ټرافيكي پېښې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژلي

د پاكستان په سيند ايالت كې د جمعې په ورځ ټرافيكي پېښې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پاكستاني چارواكي وايي، د ياد ايالت په سوككُر ولسوالۍ كې يوه اورګاډي له مسافر وړونكي بس سره ټكر كړى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي. د دوى په وينا، په […]

نویسنده: hewadpal
10 کب 1398
په پاكستان كې ټرافيكي پېښې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژلي

د پاكستان په سيند ايالت كې د جمعې په ورځ ټرافيكي پېښې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاكستاني چارواكي وايي، د ياد ايالت په سوككُر ولسوالۍ كې يوه اورګاډي له مسافر وړونكي بس سره ټكر كړى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.
د دوى په وينا، په دې ټرافيكي پېښه كې ۵۵ تنه ټپيان شوي هم دي.
دغه اورګاډى له کراچۍ نه لاهور ته روان و، چې دا پېښه رامنځته شوه.
په پاكستان كې هر كال ټرافيكي پېښې ګڼ شمېر كسانو ته مرګ ژوبله اړوي، چې ډېرى يې د موټر چلوونكو د بې احتياطۍ له كبله رامنځته كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA