ads

ټرمپ له انقرې د واشنګټن پر ملاتړ ټينګار وكړ

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د تركيې له جمهور رئيس رجب طيب اردوغان سره په ټيليفوني خبرو كې له انقرې د واشنګټن پر ملاتړ ټينګار كړى دى. سپينې ماڼۍ د جمعې په ورځ په يوې اعلاميې كې ويلي، ټرمپ په دې ټيليفوني خبرو كې له سوريې، روسيې او ايران څخه غوښتي، چې د سوريې […]

نویسنده: hewadpal
10 کب 1398
ټرمپ له انقرې د واشنګټن پر ملاتړ ټينګار وكړ

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د تركيې له جمهور رئيس رجب طيب اردوغان سره په ټيليفوني خبرو كې له انقرې د واشنګټن پر ملاتړ ټينګار كړى دى.
سپينې ماڼۍ د جمعې په ورځ په يوې اعلاميې كې ويلي، ټرمپ په دې ټيليفوني خبرو كې له سوريې، روسيې او ايران څخه غوښتي، چې د سوريې په ادليب ولايت كې تهاجمي عمليات پاى ته ورسوي.
په همدې حال كې د تركيې حكومت وايي، دواړو مشرانو په ياد ولايت كې د بشري تراژېدۍ پر مخنيوي هوكړه وكړه.
د امريكا او تركيې جمهور رئيسان وروسته له هغه غږېدلي، چې په ادليب ولايت كې د پنجشنبې په ورځ د بشارالاسد د ځواكونو په هوايي بريد كې ۳۳ تركي سرتېري ووژل شول.
د سوريې حكومتي سرتېري د روسيې له ملاتړه برخمن دي.
بل پلو د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ويلي، چې تركيې پرون د غچ اخيستې په بريد كې ۳۱ سوريايي سرتېري وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA